لر وبر دوه افغان که يو افغان؟ (يوولسمه او آخري برخه)
جمعه خان صوفي جمعه خان صوفي

 لروبر دوه افغان که يو افغان؟ (لسمه برخه)

تجاويزاو پيش نهادات

 

چونکه د لر و بر يو يوالي په هکله زياته پافشاري د افغانستان د پښتنو له خوا کيږي او صحيح هم کيږي ځکه چې د ١٨٩٣، ١٩٠٥، ١٩١٩ او ١٩٢١ لوظنامو تر سره کولو کې کوزنيو هيڅ رول نه دى لرلى او دغه ټول معاهدات د کابل باچاهانو ﻻسليک کړي دي او يا ددې نه مخکې دغه د بحث ﻻندې سيمې چې افغانان پرې دعوى لري، هم دکابل باچاهانو نه سيکهانو په زور نيولې وې. نو دا ددوئ ذمه واري ده چې تلافي يې هم دوئ وکړي. ددغه معاهداتو يکطرفه لغوه کول کفايت نه کوي، وختونه او افغانستان بدل شويدي. ددې دپاره ﻻزمه ده چې په لومړي ګام کې :

 

1.    اول پرې پخپله برني سره جوړ شي يعنې دغه موضوع ټول افغاني کړي. افغانستان يو ګڼ مليتي هيواد دى او پښتون هيواد و، دى او نه کيدى شي نو ځکه د نورو مليتونو رضا مندګي تر ټولو مهم شرط دى. په دې ترڅ کې دوئ بايد ټول افغاني ولسونه يوه خوله کړي. د دراني کورنيو باچاهۍ دور له منځه تللى دى، فقط د هغوى مکلفيتونه پاتې دي؛ دهغوى د پاليسيو ادامه يا نوي پاليسي غوره کول ټول افغاني اتفاق راى ته اړتيا لري.  هسې هم انقلابونو او جهادونو پخواني مادي او معنوي ارزښتونه او شتمنئي سره ﻻهو کړي دي  او نوى افغانستان منځته راغلى دى.د غيرو پښتنو په داسې موضوعاتو کې په اعتماد کې نه اغستل پخبله په لوی لاس د افغانستان تجزيې ته لار هوارول دي.

 

2.    چې دغه اتفاق راى پيدا شي نو بيا دې کوزنيو سره جرګه شي. کوزني يو يا دوه کورنۍ نه دي او د کورنيو د يکه تازۍ وخت تللى دى؛هغوى په قبيلو، خيلونو او ډلو ټيلو ويشل شوي دي. هغوى کې روشنفکران، برحال او تقاعد (ريټايرډ) ملکي او فوجي افسران او افراد، برحال او ريټايرډ استاذان او پروفيسران، وکيلان،د پيشه ورو او مسلکي اتحاديو غړي، بيلا بيل چپ او راست، قوم پرست او پاکستاني ګوندونه او دهغوى کادرونه او غړي، آزاد سياستپو هان، روشنفکران او ژورنالېستان او وطني مشران شامل دي؛ هغوى ټول دې په غوږ ووهي او دهغوى رضامندګي دې واخلي. ددې دپاره ميکانزم جوړيدى شي.

 

دغه اتفاق راى د يوې خوا په يکطرفه خواهش نه کيږي بلکه دغه ﻻندې آپشنونه دې په نظر کې ونيول شي:

 

(أ‌)   ريفرنډم (ټولپوښتنه): ريفرنډم دې په چاکې په څه او کومو شرايطو وشي؟

 

1.    آيا فقط لرو کې دې وشي که لروبرو دواړو کې؟

2.    آيا برو کې دې فقط پښتنو کې وشي او کنه بر پښتانه او غير پښتانه دواړه دربر کې ونيسي؟ زما په خيال بايد دواړو کې دې وشي.

 

چې دغه فيصله وشي نو بيا ټولپوښتنه کې انتخاب به څه وي؟ انتخاب څلور کيدى شي.

 

1.    آيا لروبر پښتانه آزاد پاتې کيږي او پښتونستان جوړوي؟

2.    افغانستان کې ټول سره ورګډيږي؟

3.    يا دواړه خواوې پاکستان کې شامليږي؟

4.    آيا داحمد شاه بابا هيواد (سلطنت)دې بيرته احيا شي؟

 

(ب‌)                     چونکه د احمد شاه بابا هيواد دموجوده پاکستان جغرافيه ټوله در بر کې نيوله، نو په دغه صورت کې بايد د پنجابيانو، سېنديانو، بلو څو، سرائيکيانو، کشميريانو، هند نه راغلو مهاجرو، چتراليانو،ګلګتي او بلتي خلکواو نورو اوسيدونکو نه هم پو ښتنه وشي. که اتفاق په احمدشاهي وطن باندې وشي نو ﻻندې نومونو کې په يو باندې بايد ريفرنډم کې د ټولو ولسونونو نه پوښتنه وشي چې کوم نوم ددغه نوي هيواد کيږدو:

 

1.    افغانستان

2.    پاکستان

3.    خراسان (چونکه د احمد شاه بابا  د وطن نوم لاخراسان و)

 

که دغسې دموکراتېک او جمهوري انتخاب نه وي او فقط لرې خوا نه افغانستان سره په شموليت راى وغوښتل شي نو بيا به څنګه لرني يقين وکړي چې دا يو دمو کراتېک او جمهوري حل دى؟ په دغه آپشن به لرې خواته هيڅوک تيارنه شي. هسې هم اقليت اکثريت پسې ځي. لره خوابله هم ويره لري او هغه دا چې بره افغانستان کې پښتانه اکثر قبايل دي او که سره ګډ شو ل نو ټول به سره بيرته قبايل شي او دغه د فبايليت نه راوتلي پرګنې به دغه شته پرمختګ له لاسه ورکړي.

 

(ت‌)                     که دغه ﻻر اوږده وي او حوصله دومره اجازه نه ورکوي نو بيا دې افغانستان دومره زور پيدا کړي چې په فوجي زور دغه د نزاع سيمې راﻻندې کړي او په افغانستان کې يې شاملې کړي. ددې دپاره کار پکار دى چې افغانستان قوي شي؛ معاشي قوت پيداکړي؛ ادارې جوړې کړې او افغانانو د پټ او ښکاره لرې خوا ته دروزګار دپاره دمه په دمه تاريخې مهاجرتونه نه فقط تم کړي بلکه د مهاجرتونو مخه بره خوا ته واوړي.

 

(ث‌)                     که دغه ﻻر قابل قبول نه وي نو بيا دې افغانستان دومره ترقي وکړي چې د سيمې دپاره يوه نمونه وګرځي او لرني پښتانه ځان خوا ته داسې راجلب اوجذب کړي چې هغوى پخپله افغانستان سره د يو کيدلو مطالبه وکړي. دغه شان دډيورنډ معاهده او ورپسې نور ټول معاهدات به خود بخودحقوقي او قانوني حيثيت له ﻻسه ورکړى؛ ځکه چې پخپله پښتانه به يې په عمل کې رد کړي. بلکه په دغه توګه د لر وبر يووالي کې هيڅ قانوني او جغرافيايې کرښې مانع نه شي واقع کيدلى او ددې موجوده لروبر يو افغان ببو ﻻلو ته هيڅ ضرورت نه پيښيږي. نه بيا ډيورنډ او نه نور معاهدات يادولو څه اړتيا شته. پښتانه وايي چې زور حق دى؛که نظامي او معاشي زور مو پيداکړلو نو بيا هيڅ توجيح ته مراجعه نه پيښيږي.

 

(ج‌)                       که دغه آپشنونو ته برني غاړه نه ږدي او بيړوندي وي نو تاريخ او تجربه دا ښايي چې پښتانه هيڅ وخت ملي مسايلو باندې نه راپاڅي. نو بېيه اوبهتره به دا وي چې طالبانو ته مراجعه وشي. د هغوى اسلا مي طرز تفکر به مونږ ومنو او لر وبر يووالي کيسه به راسره هغوى ومني.

(ح‌)                      زما په خيا ل که طالبان زمونږ دغه برنۍ کيسې ته غوږ ونه نه نيسي. نوښه به دا وي چې د ټولو خواؤ غوِښتنې او تمايلات په نظر کې ونيول شي او قابل عمل او شوني حل  ولټول شي. تر ټولو شريف حل به دا وي چې موجوده افغانستان او پاکستان دې يو هيواد شي، يا کنفيډريشن شی. دواړو سره د انګليس نوم تړلى دى. موجوده افغانستان د احمد شاه بابا افغانستان نه دى. دموجوده افغانستان نني ټول سرحدات انګريز راښکلي دي او د افغانستان نوم سره هم انګريز نوم راځي ځکه چې دغه نوم انګريز عام کړى او دنيا ته يې ورپيژندلى دى او برنيو باندې د انګريز نوم زيات بد لګي. هغوئ دې ددغه نوم نه تير شي. برني غير پښتانه هم غواړي چې افغانستان په ځاى دې خراسان نوم احيا شي. هسې هم د احمد شاه بابا افغانستان دموجوده ټول پاکستان جغرافيه در بر کې نيوله او دهغه وخت عام نوم يې خراسان و. بل خوا د محمد علي جناح صاحب پاکستان په ١٩٧١ کې د بنګله ديش د جدايئ نه پس پاتې نه دى او هسې هم پاکستان نوم سره مستقيم يا غير مستقيم د پيرنګي استعمار نوم تړلى دى. زمونږ قوم پرست مشران او ملايان دواړه د انګريز د نوم نه بد وړي نو  دپاکستان خلک به په آسانه ددغه نوم نه تير شي او خراسان يعنې داسلام اوعربو سلطنت د ظهور د وخت نوم به په خوشالۍخپل کړي.د خراسان بله ښيګړه دا ده چى دغه وطن کې به پښتانه يو غوښن قوت شي. ورسره به د افغاسنتان غير پښتانه هم د پښتنو نه ګيلې وروکې کړي او دغه هيواد به په رښتيا سره يو ګڼ ملتيز هيواد شي چى هيڅوک به پکې د بيګانګۍ احساس و نه کړي.که يو هيواد باندې جوړه نه راځی نو دکانفيډريشن نه دې ابتدا وشی.بل مثبت ټکى چى خراسان سره تړلى دى، هغه د شاه ولي الله نوم دى. چونکه هغه احمد شاه بابا د افغانانو د يو آزاد او خپلواک هيواد لرلو ته د نادر افشار ډيلي ته تخت و تاز په وخت تشويق کړى و(وګورئ فارسي کې د مرحوم مخطوطات) او بله غټه خبره داده چې طالبان، القاعده او عربان به هم ددغسې پروژې تر شا په خوشالۍ ودريږي. د مسلمانانو جهان به ورته هر کلى ووايي. د پاکستان او افغانستان په جهاد مين پرګنې به يې دزړه د کومي نه ومني. هسې هم پروپيګنډه دا کيږي چى داسلام عظمت به د خراسان نه بيرته اعاده کيږي. دا منصوبه به بې ډزوډوزه او د عدم تشدد له ﻻرې تر سره شي. خراسان به په رښتيا يو لوى اسلامي آتومي قوت شي.

(خ‌)                      که فقط برني وروڼه صرف لرنيو پښتنو دپاره حق خو داراديت غواړی نو د باچا خان د وارثانو ګوند په خيبر پښتونخوا کې حکومت لري، د صوبې نوم د هغوی په خوښه او غوښتنه بدل شوی دی. هغوی ځان د پاکستان نه بيليدونکې برخه بولي او د پاکستان آئين (اساسي قانون) هغوی منی او پرې يې څو څو وارې سوګند پورته کړی دی. نو د حق خو د اراديت ټول شرايط پوره شويدي. که دغه شان نه ده نو بيا دې عوامی نيشنل پارټي نه پوښتنه وشي او هغوی دې برملا اعلان وکړی.

(د‌)  که دغه وړوڼه بل ښه پيش نهاد لري نو هغه دې هم وړاندې کړي. خو دغه پيش نهاد بايد ټول افغاني او جامع وي. مجهول او نيم زړيه آپشن باندې څوک غوږ نه ګروي.

 

که دې کې څوک هيڅ يو انتخاب ته غاړه نه ږدي نو مهرباني دې وکړي، د ذهنيګيرۍ او ذهني عياشۍ نه دې ﻻس واخلي؛ نه دې خپل او نه دې د لوستونکو وخت ضايع کړي، هسې هم په دغسې ببولا لو د يو ملت ډير وخت له ﻻسه تللى دى. د اړونده خواؤ د تجربو نه دې سبق واخلي. هغه د اردو ژبې مطابق آ بيل مجهی مار (يعنې  ای غوئيه ما ووهه) نه لاس اغستل ښه وي. کله غويې د اماتور ماتادور کولمې هم شلوي.

 

ګني نو ديوې معجزې انتظار دې وکړي چې جهاني قوتونه په شريکه دپښتنو د يو کولو دپاره يوه داسې فارمولا راوباسي چې پښتانه سره يو کړي او پاکستان،يا افغانستان يا دواړه ملکونه ټوټې کړي. دپښتنو منفی خواوې جهان دغه آپشن ته تشويقولی شي. هسې هم يو تجويز د جهان په سطح د افغانستان د تجزيې شته. او پښتانه ددې کار مړني دي چې څنګه خپلې پښې پخپله ووهي. مونږ خو کوزه د پښتونخوا پښتونخوا په نوم خيبر پښتونخوا نوم وګټلو، مګر په لوی لاس مو د صوبې تجزيې ته لاره هواره کړېده او زر يا پس هزاره رانه جدا کيدونکې ده، ځکه چې د پاکستان ټول لوی اوواړه ګوندونه د هزاره صوبې حمايت کوي. برني هم په دغه کار کې د کوزنيو نه وروستو نه دي.

 

 

لر وبر دوه افغان که يو افغان؟ (يوولسمه او آخري برخه)

نتيجه

 

راځئ چې ددې فضول بلند پروازيونه تير شو او هغه ورځني او مبرمو مسايلو د حل په ﻻره کې ګامونه واخلو. دلر وبر سيا سي نعرو ته شا کړو، ترټولو لومړيه د افغانستان مليتونه را خپل کړو، بله لار نشته. روشنفکري وخت اړونې ته د پاى ټکى کيږدو او د يو بيسواده، خوار او در په در ملت د روانو دردونو کمولو دپاره عملي اقدامات وکړو. هغه څه وکړو چې کولى يې شو. زمونږ کمبود دا دى چې که اقتدار ته ورسو هم نو د ممکناتو او شونو د دايرې نه بهر ووځو او په ځاى ددې چې سړکونه او ﻻرې جوړې او پخې کړو، مکتبونه او تعليمي ادارې جوړې کړو، د شرايطو سره سم سواد عام کړو، شرايطو مطابق اصلاحات وکړو، دصنايعو دپاره پروګرامونه په ﻻره واچوو، بريښنا عامه کړو، بندونه ودروو او نهرونه وغزوو، زراعتي هيواد په ريښتيا د زراعتي پيداوار مرکز وگرځوو،مالداري علمي کړو، ځنګلات کښينوو، کوچيتوب نه خلک خلاص کړو،د ترقۍ او عامه سواد د ﻻرې قبايليت ختم کړو، افغانستان د قاچاق نه خلاص او ټيکس ورکوونکي ملت باندې بدل کړو، دوسايلو زيرمې راوباسو او دداخلي وسايلو په کار اچولو له ﻻرې افغانستان د بل د احتياج نه او ګاونډيو يا نورو هيوادونو ته د مهاجرتونو نه بچ وساتو،د ژبني رقابت نه افغانستان خلاص کړو،انګريزي عامه او جهان سره مشترکه ژبه پيدا کړو، متمدنې ادارې او متمدن نظام رامنځته کړو،هر چا سره او په خاصه توګه ګاونډيانو سره اړيکې ښې کړو، الغرض افغانستان نه يو متمدن هيواد جوړ کړو، نو بلند پروازي کوو؛ کله په يو انتهايي بيسواده او عقب مانده جامعه کې کمونزم راولو، يا د خلفاى راشدين پيښې کول غواړو، يا نورو ته چيلنجونه ورکوو، بې ځايه جهادونه کوو او خښ مړي بيرته راوباسو او د خپلو بدبختيو مسووليت په نورو اچوو.

 

افغا نستان يو ګلالى وطن دى خو په شرط ددې که مونږ  ټول ورته ګلالي شو. افغانستان د څو موسمونو، څو هواګانو، د څو موسمي او جغرافيايي سيمو وطن دى چې په يو وخت پکې د مرکزي ايشيا، مغربي ايشيا او جنوبي ايشيا ټول خوندونه شتون لري. د وروڼو او رنګارنګ مليتونو او ټولنو يوه ښکلې ګلدسته ده. غرونه يې خپل خوند لري، درې خپل او دشتې يې خپل. کمبود دادى چې دغه غرونه، درې او دشتې شنې کړو. دغه د زيرمو ډک هيواددپاره انساني او مادي وسايل پيدا کړو چې ترينه نسلونه نسلونه ګټې پورته کړي. افغانستان يو اسلامي هيواد دى او دغه کفايت کوي چې ټول ورته په دغه سترګه وګورو. نور هيواد پرمختګ ته ضردرت لري. هيڅ خارجي قوت دا نه شي ويلى چې مکتب، روغتون، ريل ګاډى، فابريکه، ټيلي فون، ټيلي کمونېکيشن،تلويزيون او ادارې مه جوړوه. په بل پړه اچول خپله خطا پټولو سره مترادف وي.څومره د افسوس ځای دی چې افغانستان يو زراعتي ملک دی مګر دومره غنم نه شی بيدا کولی چې ژوند پرې وکړی. دغه رنګ يو د مالدارۍ هيواد دی مګر غوښه ورته هم د پاکستان نه راځی.

 

افغانستان د روانې بدبختۍ او تباهۍ نه بچ کولو دپاره ضروري ده چې اول د مهاجرينو دغه مليونونه پرګنو غم وخورو چې ايراني او د پاکستاني چارواکو د بيا بيا بين المللي او افغانستان ته د اپيلونو باوجود نه فقط بيرته خپل ګلالي وطن ته واپس تګ نه غواړي بلکه په پاکستان کې د شناختي پاس، شناختي کارډ او پاکستاني اسنادو ﻻس ته راوړلو دپاره هر حد ته ځي. بايد دافغانستان حکومت پخپلو پاکستاني د کورني سياست انډيوالانو باندې زور واچوي ځکه چې هغوى په صوبايي او مرکزي حکومتونو کې شريک دي چې دهغو ى د پاتې کيدو او نه پاتې کيدلو يو انساني حل ولټوي. د يواين ايچ سي آر بيوروکراتان خووايي چې مونږ به پخواوې درې مليونه افغا ن مهاجرين راغلي دي، درې نيم نه مو زيات بيرته وليږل، دري نيم مليونهﻻ هم پاتې دي. په فاټا کې جنګ دى او حالات د افغانستان نه هم زيات خراب دي خو د هلته نه هم مهاجرين واپس تلل نه غواړي. پاکستان د مهاجرينو په هکله د ١٩٥١ جنيوا کنوينشن نه دى ﻻسليک کړى مګردا به هم يو غير انساني فعل وى چى کوم افغانانو د پاکستان نه بغير بل هيواد نه دى پيژندلى او هم پاکستان کې زيږيدلي دي، هغوى دې د خپلې خوښې بر خلاف افغانستان ته په تګ مجبور کړی شي.  دحل يوه ﻻره داده چې دوئ ته پاکستانې تابيعت ورکړل شي او خير و خير صلاح. که دغه ورته نه ورکوي نو ښه به داوي چې په بدل کې د لرې خواهمدغومره غريبو او بې زمکو پښتنو ته د افغانستان په هغه دشتو کې زمکې ورکړي چې دغه مهاجر ورته تلل نه غواړي. يو خوا خو به لر وبر سره نور هم خلط ملط او ګډوډ شي او دغه دشتې به هم آبادې شي. ددې دپاره ميکانېزم جوړيدى شي.دا به هله امکان ولري چې موږ  «زما هغه زما خو ستا هغه هم زما» د روحيې نه بهر ووځو.

 

بله مسله د ډيورنډ په کرښه باندې تګ و راتګ کې نورې آسانتياوې پيدا کول دي. دا هم زيات دبرنيو ته مسله ده ځکه چې زيات تګ وراتګ هغوى کوي، اګر که اوس اوس لرني مسلکي کادرونه هم تګ و راتګ کوي خو هغوى زياتره په پاسپورټ ځې راځي. د يوې اندازې مطابق نزدې پنځوست زره افغانان هر ه ورځ بې له پاسپورټه په ډيورنډ اوړي را وړي. خو بيا هم کله نا کله تکليفات را پيښيږي. دغه تګ و راتګ ته قانوني بڼه لټول دي. خو زما په فکر زيات خنډ د کابل له خوا ايجاديږي. څه وخت چې رستم شاه مهمند کابل کې د پاکستان سفير و نو هغه ډير کوشش وکړ چې دواړو هيوادونو تر منځ ويزه ختمه شي او په بندر کې مسافر ته د پاتې کيدلو اجازه نامه ورکړل شي، خو د کابل واکدارانو ونه منله. دغه شان هڅه بايد بيرته وشي. ځکه چې ويزه اغستل لوى جنجال وي اودواړه خواوو سفارتونو او قونسلګيريو کارمندانو ته د رشوت ﻻرې هم  خلاصوي.

 

د پوليسو معامله هم د افغانانو دپاره مهمه ده. نن سبا د خيبر پښتونخوا اقتصا ديات د افغانانو په پيسو باندې روان دي؛ ځکه چې د ترهګيرۍ له کبله شتمن پښتانه او په خصوصي توګه تاجران د صوبې نه تښتيدلي او لګيا دي تښتي او دبازار حالات ډير خراب دى. کاروبار فقط د هسپتالونو او ډاکټرانو په افغانانو باندې چوک دى. دغه افغاني مريضان اوورسره خپلوان ټرانسپورټ کې ګرځي، دکانونو کې سودا کوي، دوا اخلي، ډاکټرانو او شفاخانو ته فيسونه ورکوي او په هوټلونو  او مهمانخانوکې پاتې کيږي او مصرفونه کوي. مګر پوليس يې هم لوټي او پوليس د باچا خان د وارثانو په ﻻس کې دى. که افغان سره پاسپورټ وي يا بې پاسپورټه وي، خو پو ليس ترينه رشوت غواړي. پخوا به پوليس د شفاخانو مخې ته وﻻړ وو، چې ډاکټرانو شور او غالمغال جوړ کړ نو اوس پوليس خپل ايجنټان ساتلي دي، هغوى افغانان لوټول ډبل کړي دي. اوس پکې د صوبې چارواکو ته هم برخه ورکوي.

 

دټولو مهمه داده چې افغانان شکايت لري چې پاکستان د ډيورنډ کرښې نه مخکې تللي دي. ددې حل فوري او ضروري دى. دا به هله کيدى شي چې افغانان د تخيلاتو نه راووځي او پاکستان ته ووايي چې دغه کرښه دلته ده او دغه ځاى نه ده چې تاسو پرې پوسته جوړه کړې ده.ددې دپاره يو مشترک کميشن جوړيدی شی. خو هر کله چې افغانان د ډيورنډ نه منلو په شرمندګۍ کې نښتي دي نو دغه مسله به څنګه حل شي؟ پاکستان ته مو په لوى ﻻس موقع ورکړې ده.

 

يوه مسله د اوبو ده. دافغانستان نه سيندونه پاکستان ته بهيږي او بره خوا تل شکايت لري چې پاکستان چټي زموږ اوبه خوري. ددې دپاره بين المللي قوانين جوړ دي چې دسيندونو دلرې او برې خوا حقوق يې تثبيت کړي دي. څنګه چې د پاکستان او هند ترمنځ سيند طاس معاهده ده، دغه شان معاهده د پاکستان او افغانستان ترمنځ بايد لاسليک شي.

 

که د کابل او اسلام آباد چارواکي هر څومره کوشش وکړي او روشنفکران ډيرې بلند پروازۍ وکړي خو هغوى د ډيورڼد په کرښه دتګ را تګ نه شي مانع کيدلى. دا يو داسې سرحد دى چې څوک يې بند ولى نه شي. تاريخ داسې راوستې ده. ښه به داوي چې دې تګ وراتګ ته قانوني بڼه ورکړل شي او دشمالي او جنوبي آئر لينډ تر منځ سرحد مطالعه شي او په دغه خطوطو باندې سرحدي ترتيب پلى شي. د افغانانو دپاره دغسې ترتيب ډير ضروري دى ځکه چې د هم دهغوى زيات دار ومدار په پاکستان دى. پخوا چې شهيد داؤد خان صداعظم و او پاکستان کې مارشال ايوب خان حکومت و نو دوه وارې سرحد وتړلی شو خو دواړه وارې دواړه ناکام شول. روسانو کوشش وکړ او اوس امريکا غواړي چې سرحد دې وتړل شي. خو دا د چا د وس خبره نه ده. حل څه دی؟حل پابندي نه ده بلکه نرم او د څار وړ قانوني بندرونه دي.

 

دغه راز مسايل تجارت پورې تړلي دی. افغانستان بلا قيد و شرطه مالونو واردول غواړی او په خشکه ګير هيواد په توګه حق هم لري. هغوی د کراچۍپه بندر باندې د کنټيرنو او تجارتي توکو داټال کيدو او ځای په ځای د رشوتونو نه په ځای ګيلې کوي. مګر پاکستان د افغانستان په نوم واردونکو توکو قاچاقی ډول بيرته پاکستان ته راوړلو شکايت لري. ددې دپاره دايمی دوه اړخيزکميشن ته اړتيا ده چې ډير زر فيصلې او عمل کوي او د تجارانو دستونزو فوري حل کوي.

 

ددې نه علاوه د لر اوبر دقلم،علم،ادب، سپورټ او موسيقۍ خاوندانو د يو بل سره د نزدې اړيکو ټينګولو دپاره داسې اقدامات کول دي چې دغه روابط طبعی طور پښتنو سره سره د نورو مليتونو ته هم وغزيږي او يو طبعي نزديوالی او تفاهم پيدا شي. دغه روابط د موجوده تنګې سياسي ملحوظاتو قافيې نه بايد بهر راووځي او تعميم ومومي.

 

بلخوا دډيورنډ په کرښه باندې پرتو قبايلومسله ده. افغانستان ښه کار کړی دی چې د خپلې خوا قبايل يې لکه د نورو سيمو دافغانستان برخه ګرځولي دي خو پاکستان ترينه فاټا جوړه کړېده او اوس ددواړو ملکونو او نړۍ دپاره د جنجال منبع جوړه شويده. د افغاستان آزاد پښتونستان او د پاکستان فاټا د يو ياغستان په حيث ساتلو کې دواړه خواوې مقصر دی؛ پاکستان زيات او افغانستان کم. ترڅو د پښتنو دغه د ملا تير د بيسوادۍ،بې قانونۍ او بې تمدنۍ په تور تم کې پراته وي نو نه دواړه ملکونه په آرام ژوند کولی شي او نه پښتانه يو ترقييافته ملت جوړيدی شي. دغه سيمه د پښتنو د شا په لمن لکه د موږي ښخه ده چې هغوی پاڅيدو ته نه پريږدي. د سرحد دواړو خواؤ ته داسې عمراني پروژې په لار اچول دي چې دواړه خواقبايل ترې فايدې اخلي. ما ته تر اوسه د الما ني عالم فريډرک اينګلزدغه خبره مخکې مخکې کيږي چې وايي د افغا نانو فردي آزاډی غوښتنه او ځان خوښونه ددوئ نه د يو قوي ملت جوړونې کې ستر خنډ دی او دا چې هغوی خطرناکه ګاونډيان دي. ددغه خطر مخنيوی فقط انکشاف او پرمختګ کولی شي. دابه هله کيدی شي چې دقبايلو سيمه د يو بل خلاف نه بلکه د يو بل په ګټه استعمال شي.

 

ويره دا ده چې که د طالبانو او امريکا مذاکرات څه نتيجه نه ورکوي او امريکا د افغانستان نه تيښته هم نه کوي نو بيا امريکا سره د افغانستان ټوټې کولو څخه پرته بله لار نه پاتې کيږی. پکار ده چې طالبانو باندې زور راوړل شي چې پخپل دريځو نو کې انعطاف راولي. ګنې شته افغانستان به دلاسه ورکړو.

 


January 14th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی